برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

صهیونیسټ نیواکګر رژیم څه دپاسه ۵۵ فلسطینیان شهیدان کړل

دیورپوټ په اساس له تل اویو(Tel Aviv) څخه نیواکی قدس (Qods)ته د امریکا د سفارت له انتقالیدا سره په یووخت دصهیونیسټ رژیم پوځیانو کابو پینځه پنځوس(۵۵) فلسطینیان په ډزو سره شهیدان او څه دپاسه دوه زره(۲۰۰۰) نور ژوبل کړل .


دامریکا حکومت پرون د ملګروملتونو او د بشری حقوقو د ادعا کونکو موسسو د بې کفایتۍ په سیوری کښې په اسرائیلو کښې خپل سفارت له تل اویو څخه قدس ته انتقال کړ .
له دغه پیښې سره په یووخت د فلسطین خلکو په قدس، د اردن سیند په لویدیځې غاړې او غزې تړانګې کښې پرون له سهار راهسې خپل اعتراضونه پیل کړی وو .
د صهیونیسټ رژیم عسکرو په جنګی ګولیو سره دغزې تړانګې په سرحدونو کښې په پرونیو مظاهرو کښې په ګډون کونکو ډزې وکړې .
داسرائیلو عسکرو د فلسطین دغزې تړانګې په ختیځ کښې په مظاهره چیانو د توپونو ډزې هم وکړې
د فلسطین د روغتیا وزیر جواد عواد وویل دشهیدانو او دژوبلو کسانو شمیر په زیاتیدا دی .
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر جواد ظریف وویل دصهیونیسټ رژیم له پرونی جنایت سره په یووخت دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ قدس ته په غیرقانونی ډول دسفارت د انتقال په اړه جشن لمانځی او دهغه عرب ملګری هیوادونه هم د خلکو توجه انحرافوی او دا ډیره شرمونکی ورځ ده .
دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنسټی اینټرنیشنل (Amnesty International)وویل هغه څه چې دفلسطین په غزې تړانګې کښې روان دی د نړیوالو قوانینو شرمونکی خلاف ورزۍ ده چې دیوه(۱) جنګی جنایت په اندازه دی .

شریک یي کړئ!