برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سورئې ته دترکیې پوځی تیری خطرناکې پایلې

آریانانیوز: دیوراپور په اساس د عراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز غورځنګ مرستیال ابو مهدی المهندس د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دسورئې په شمال د ترکیې دحملو او د زرګونو داعشی تکفیری ترهه ګرو د خوشی کیدا د احتمال په دلیل ، د عراق خاورې ته د هغوی د نفوذ خطره شته ده .
ا لمهندس زیاته کړې الحشد الشعبی غورځنګ دعراق له پوځ او پوله ساتی ځواک سره په بشبړ غږملتیا سره ، د عراق خاورې ته د ترهه ګرو د احتمالی ستنیدا سره مقابلې ته تیار دی .
په سورئې کې د ترکیې دپوځی عملیاتو په پیلیدا پسې ، دعراق حکومت له ترکیې سره ددغه هیواد په پولې کې له هر ډول بیړنیو شرائطو سره دمقابلې په خاطر لازیات پوځی ځواک دیره کړی دی .
د عراق حکومت په رسمی توګه په کرتو د سورئې په شمال کې د ترکیې د پوځی عملیاتو په اړخونو اندیښنه څرګنده کړې او ددغو عملیاتو د سملاسی ختمولو او له سوله ایزې لارې د بحران دحل کولو غوښتنه کړې ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي