برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي عالم سلمان العوده په زندان کې

د سعودي عربستان مشهور دیني عالم (شیخ سلمان العوده) د دې هیواد په زندانونو کې ۳۰۰ ورځې پوره کړې، خو تراوسه یې حکومت د نیولو لامل نه دی په ډاګه کړی.


د نوموړي زوی (دکتور عبدالله العوده) تېره ورځ په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي:
«د زندان د تورو تمبو شا ته مې د پلار ۳۰۰ ورځې پوره شوې. په دې موده کې له انفرادي زندان، تنګولو، اوږدې بې خوبۍ او ناوړه چلند څخه کړیدلی. یوه ورځ به خدای راولي چې مونږ به یې پوښتنه وکړو».
د شیخ العوده د نيولو لامل هغه ټويټ بلل کیږي، چې په کې يې د مسلمانانو يووالي لپاره دعا کړې وه او د سعودي او قطر د کړکیچ په اړه په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي و: «یا الله د ولسونو د خیر لپاره د هغوی د مشرانو په زړونو کې محبت واچوې».
له دې څرګندونې څو ساعته وروسته د سعودي امنیتي ځواکونو لخوا د (بریده) په ښار کې په خپل کور کې ونیول شو.
نوموړی دا مهال د سعودي عربستان د جدې ښار د (هذیان) په سیاسي زندان کې د بند شپې سبا کوي. ټاکل شوې چې په همدې ښار او د شیخ العوده په ګاونډ کې دوه ورځې وروسته د یو شمېر «دیني عالمانو» غونډه دایره شي او له طالبانو به وغواړي چې له وسلوالې مبارزې لاس واخلي.
شیخ سلمان العوده د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې غړی دی او په فقه، تفسیر، سیرت، عقیدې او بېلابېلو ټولنیزو موضوعګانو کې یې تر ۶۰ زیات کتابونه لیکلي او په اسلامي نړۍ کې له معتبرو علماوو څخه ګڼل کیږي.
ویل کیږي چې د سعودي عربستان په زندانونو کې د حکومت د مخالفو دیني علماوو او داعیانو شمېر زرګونو ته رسیږي، چې ځینې له ۳۰ کلونو راهیسې بندیان دي. سعودي چارواکو یوازې په تېر یوه کال کې ۸۰ تنه دیني علماء، داعیان او دیني شخصیتونه، چې د حکومت وروستي سیاستونه یې نه تاییدول، زندان ته اچولي.
په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د اسلامي سني علماوو او تنظیمونو پر وړاندي په خپل دریځ کې سختوالی راوستلی او په همدې لړ کې یې د علماوو نیولو ته توجه زیاته کړې او ځیني سیاسي ډلې لکه اخوان المسلمین او حماس یې «ترهګرې ډلې» نومولې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي