برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سر له اوسه وايم، چې پاکستان د امریکا غلام نه دی

آریانانیوز: د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان ويلي، چې هېواد به يې د امریکا حليف وي، خو په سوله کې نه په جګړه کې او زياته کړې يې ده، چې امريکا بايد پاکستان ته د ملګري په سترګه وګوري، نه د غلام په سترګه؛ ځکه چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره پاکستان ته اړ ده.


د پاکستان نوي لومړي وزير ټينګار کړی، چې هېواد به يوازې په سوله کې د امريکا ملګری وي، نه په جګړه کې.
د هغه په وينا په دغه جګړه کې پنځوس زره پاکستانيان وژل شوي، د امریکا د جګړې له امله په پاکستان کې افراطيت زيات شوی او زموږ د هېواد امنيت د تېرو وختونو په پرتله ډېر خراب دی.
عمران خان له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې ټينګار کړی، چې هېواد يې په دغه جګړه کې اتيا مليارده ډالره زيان ليدلی، په داسې حال کې، چې امريکا يوازې ميليارده ډالره زيان ليدلی دی.
دی وايي، چې ټوله نړۍ په دې باور ده، چې د افغانستان جګړه له پوځي لارې نه ګټل کيږي او له همدې امله «موږ يوازې د افغانستان په سولې کې مرسته کوو، نه په جګړه کې.»
تېره اونۍ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت هرکلی کړی و او هيله يې ښکاره کړې وه، چې د پاکستان له نوي حکومت سره به ښې اړيکې ولري.
د پاکستان نوی حکومت د امریکا او هند په ګډون له افغانستان سره د اړيکو د رغولو له جنجال سره مخ دی؛ ځکه چې په تېرو وختونو کې د پاکستان او يادو هېوادونو اړيکې بې خونده وې او تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې عمران خان به له امريکا، هند او افغانستان سره د اړيکو په رغولو وتوانيږي که نه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي