برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سديس د سعودي علماوو د اعدام د پرېکړو تاييد کوي

آریانانیوز: د ټولنيزو شبکو فعالانو د مکي حرم د امام او خطيب شيخ عبدالرحمن سدیس وينا ته په اشاره ويلي، چې دغه حکومتي عالم د سعودي حکومت له لوري د علماوو پر ضد روانې کړنې او د اعدام پرېکړې تاييد کړي دي.


د ټولنيزو رسنيو فعالانو په مکي حرم کې د شيخ سديس د وينا يوه برخه راخيستې، چې په کې وايي: «د اندېښنې ځای دا دی، چې زموږ د ملت ځينې بچي په لوی لاس ځانونه د فتنو ځايونو او احمقو لانجو کې ښکېلوي، چې له منځلاۍ او اعتداله لرې دي.»
سديس په خپله خطبه کې وايي، چې دا کار جفا، تفريط او د پخوانيو مشرانو له لارې سرغړونه او بې لاري ده، دوی له ځانه په جوړو شوو شعارونو تېروتي او د دښمن په لاس لوبيږي.
سديس په دغه خطبه کې زياته کړې، چې د دغو خلکو د ترهګرۍ له امله زموږ اسلامي مقدسات د ترهګرۍ ښکار دي او په عين حال کې يې يو ځل بيا د سعودي له چارواکو سره خپل بيعت تازه کړ او د هغوی د کړنو تاييد يې کړی دی.
د ټولنيزو شبکو يوه فعال ابراهيم په خپل ټويټ کې ليکلي، چې دا د جمعې خطبه وه که سياسي وينا، چې د حاکم فضايل او صفات يې بيانول او د پاچا يې هغه صفتونه وکړل، چې اصلا په هغه کې نه شته.
د احسان الفقيه په نوم يوې بلې فعالې ليکلي، چې د علماوو د بندي کولو او محاکمه کولو له لارې سعودي خپل ديني او سټراټيژي اهليت له لاسه ورکړی دی.
احسان الفقيه شيخ سديس مخاطب کړی، چې اوسني چارواکي پر داسې لارې روان دي، چې د سعودي له اصلي بنسټيزې تګلارې سراسر مخالفت دی او «مخکې له دې، چې د حاکم ستاينې وکړې، بايد نصیحت ورته وکړې.»
د عبدالاله په نوم يوه بل فعال په خپل ټويټر کې ليکلي، چې د سديس په خطبه کې له حاکم سره بيعت تازه کول په دې معنی دي، چې د شيخ سلمان عوده، عمري، قرني او نورو علماوو نيول او د هغوی وژلو ته برائت او توجيه ولټوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي