برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د علماوو اعدام به د سعودي نظام ولړزوي

آریانانیوز: د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي لويې څارنوالۍ د درې سترو ديني علماوو د اعدام پرېکړه تاييد کړې او د دې پرېکړې له عملي کولو سره به د سعودي نظام ولړزيږي.


د ورځپاڼې په وينا نيول شوي علما د سعودي تر ټولو ستر ديني او ولسي اغېز لرونکي مشران دي. په دغو کسانو کې شيخ سلمان العوده دی، چې په ټويټر کې له څوارلس ميليونو زيات پلويان لري او همدارنګه عوض القرني او علي العمري هم دي.
وال سټريټ ژورنال د بشري حقونو د فعالانو له خولې ليکلي، چې دغه ديني علماء يو کال وړاندې په دې تور نيول شوي، چې د قطر پر ضد يې د سعودي حکومت د تګلارې ملاتړ نه دی کړی.
خو د سعودي يوه حکومتي چارواکي وال سټريټ ژورنال سره په خبرو کې دغه اوازې رد کړي، چې دغه علما د خپلو شخصي نظرونو له امله نيول شوي، بلکې هغه ټينګار کړی، حکومت د سخت دريځۍ د مخنيوي او د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم دغه او يو شمېر نور علماء نيولي دي.
ورځپاڼه وايي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز او هغه وليعهد زوی يې محمد بن سلمان په دغه هېواد کې ديني علما‌ء، د بشري حقونو فعالان او حکومتي چارواکي په دې نيت نيولي، چې د سعودي ټولنې جوړښت کې بدلون راولي، خو د سعودي علماء له تېرې اوږدې مودې راهيسې په سعودي ټولنه کې پراخ اغېز لرونکي خلک دي.
وال سټريټ ژورنال وايي، چې د ديني علماوو پر ضد د حکومت دغه ناوړه ګامونه او د اعدام پرېکړې به د دې لامل شي، چې د چارواکو پر ضد کرکې او نفرت زيات او د شاهي کورنۍ داخلي اختلافات ورسره نور هم وپاريږي.
د ورځپاڼې په وينا د شيخ سلمان العوده په ګډون ګڼ شمېر ديني علماوو د محمد بن سلمان له لوري په سعودي کې د نوو بدلونونو ملاتړ نه کاوو او له همدې امله يې د يو شمېر تورونو پر اساس زندان ته اچولي دي.
سعودي حکومت په دغه هېواد کې د ښځو موټر چلولو، موسيقي محفلونو، سينما او ورته نورو چارو ته پراخه ازادي ورکړې، خو په مقابل کې يې د ديني علماوو د نيولو او ځورولو چارې ګړندۍ کړي، هغه علماء هم نيسي، چې د حکومت د روانې تګلارې مخالفت کوي او يا يې هم تاييد نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي