برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زما د واک پر مهال به اخوان المسلمين هېڅ رول ونلري

آریانانیوز: د مصر ولسمشر عبدالفتاح سيسي ويلي، چې تر څو دی په واک کې وي، اخوان المسلمين ګوند به په هېواد کې هېڅ رول ونه لري.سيسي دا څرګندونې د کويت له «الشاهد» او د مصر دولت پلوې ورځپاڼې «اخبار اليوم» سره په مرکو کې کړي دي.


سيسي زياته کړې، چې د مصر ولس هېڅکله بيا دا نه غواړي، چې اخوان المسلمين دې واک ته ورسيږي او ټينګار يې کړی، چې «تر څو زه په واک کې يم، هېڅکله به اخوانيان په مصر کې رول او کوم فعاليت ونه لري.»
د سيسي په وينا عرب پسرلی د غلط حقيقت ناسمه درملنه وه.
د ۲۰۱۳ کال په جولايي مياشت کې، چې جنرال عبدالفتاح سيسي د پوځ پر مټ د لومړني ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي حکومت چپه کړ او ځان يې د پوځي يونفيورم پر مټ واک ته ورساو، له هغه راهيسې به يې وخت پر وخت ويل، چې له اخوان المسلمين سره د خبرو واک د ولس په لاس کې دی.
د ۲۰۱۳ په وروستيو ورځو کې يې اخوان المسلمين ترهګره ډله معرفي کړي، د دغې ډلې ټول مالونه او املاک يې غصب کړل، خو اخوا المسلمين لا هم دې په دې باور دي، چې تګلاره يې سمه او قانوني ده.
ځينو منځګړو هڅې پيل کړې وې، چې د اخوان المسلمين او د سيسي تر منځ روغه وکړي، خو اخوان د سيسي نظام منلو ته نه دي تيار او هيله لري، چې يو ځل به بيا ميدان ته راښکته شي.
د ۲۰۱۳ جولايي کې له پوځي کودتا وروسته سيسي د ۲۰۱۴ کال په جون کې د ولسمشريزو ټاکنو له لارې واک تر لاسه کړ او تر اوسه په واک کې دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي