برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د یمن ټاپو کې د متحده اماراتو او اسراییل نظامي اډه تفصیلات

آریانانیوز: د یمن په ټاپو وزمه کې د متحده عربي اماراتو او اسراییلو د ګډې پوځي اډې جزیات د ځینې هوایی عکسونو په خپرولو سره افشا شو...


د یمني رسنیو په وینا ، د یمني ټاپوګانو په میون ټاپو کې د متحده عربي اماراتو – اسرایل د ګډې پوځي اډې نوي هوایی عکسونه خپاره شوي دي چې د دې اډې لویه ساحه او پراخوالې په ګوته کوي.

عکسونه دا هم ښیې چې متحده امارات او اسرایل د یو شمیر نورو نظامي تاسیساتو تر څنګ د جنګي الوتکو کارولو لپاره یو هوایی ډګر تاسیس کړی دی.

اماراتي پوځ د یمن په وړاندې د یرغل دوام لپاره ،دوه اوونۍ مخکې (د فبرورۍ په نیمایي کې) ، خپله نظامي اډه له اریټریا څخه د سره سمندر په جنوب کې د یمون ټاپو ته واړوله.

د دې پیښې په تعقیب ، دا څرګنده شوه چې د اسرایل د اردو څو آبدوزونه او جنګي کښتۍ هم په باب المندب تنګې کې د اماراتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځای په ځای شوې دې.

شریک یي کړئ!