برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کیمیاوی وسلو د کارولو هڅه

آریانانیوز: د سوریې دځایی سرچینو په راپورد جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو او سپین خولیود کلورین ګازونو څو بیرلونه په شمال کښې د ادلب ولایت په جنوب کښې سراقب او معره النعمان ښارونو ته منتقل کړی دی .
د سوریې دغو سرچینو وویل د کلورین ګازونو دغه بیرلونه د ادلب ولایت له خارج څخه د سپین خولیو په دوو ګاډو کښې نوموړیو ښارونو ته انتقال کړې شوی دی .
د سپین خولیو په نوم ډله د ۲۰۱۳ میلادی کال په مارچ میاشت کښې د امریکا د بریتانیا او د ترکیې په مرستو سره جوړه شوه
ددغه ډلې کاری حوزه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو تر سلطې لاندې سیمه بیان شوی ده .
ترهګرو ډلو مخکې هم د سوریې په ادلب او نورو سیمو کښې کیمیاوی وسلې کارولی وې او هڅه یې کړی وه چې د دمشق حکومت ددغه کار مسول معرفی کړی چې له دې لارې په سوریې د لویدیځو هیوادونو د پوځی برید لپاره پلمه برابره کړی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، استخباراتی او پوځی مرستې سعودی عربستان ، ترکیه، امریکا ، انګلستان، متحده عربی امارات، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي