برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کشمیرد وضعیت په اړه د امنیت شورا غونډه

آریانانیوز: د پاکستان د نیا ورځپاڼۍ له راپور سره سم ملګرو ملتو د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د وضعیت په اړه د امنیت شورا غونډه راغوښتی ده چی په نوموړی غونډه کی به دهند لخوا د کشمیر د ځانګړی حثیت د ختمولو د غیر قانونی اقدام په اړه خبرې اترې کیږی . د ملګرو ملتو په تاریخ کی ۵۰ کلونه وروسته د کشمیر په ارتباط د امنیت شورا غونډه رابلل شوی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللی او ویلی یي وو چی دا پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي
دا غوښتنه وروسته له هغې ده چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه خپلواکي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه
له کشمیر څخه د خپلواکۍ اخیستلو په سر د پاکستان او هند ترمینځ د پیدا شوي کړکېچ له امله په اسلام اباد کې د هند سفارت ۱۳ ډپلوماتان د پاکستان څخه ووتل او هند ته ستانه شول
د هند ډپلوماتان وروسته له هغې له پاکستانه ووتل کله چې د پاکستان ملي امنيت په یوې مهمه غونډه کې د هندي ډپلوماتانو او سفیر په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړه او له هندي حکومته یې وغوښتل چې له پاکستانه دې خپل سفیر او ډپلوماتان وباسي
د هند حکومت په کشمیر کې په عامه ځایونو کې په غونډو بندیزونه لګولي، دغه راز یې ښوونځي هم رخصت کړي او پر ټیلیفوني شبکو او انټرنېټ باندې یې هم محدودیتونه لګولي دي
کشمیر یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي