برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرونا وایروس په وړاندي وقایوي تدابیر

آریانانیوز: د لومړي ځل لپاره مي ددې وایروس خبر د الجزیرې په انګلیسي سایټ کي ولید، زیات راته د تعجب وړ نه ؤ، ځکه چي لا مي پېژندلی نه ؤ، خو وروسته چي یې د چینایانو په وژلو شروع وکړه نو بیا د هر چینل سرټکی د کرونا وایروس وګرځېدی
کله چي به مو په چین کي د ایغوري مسلمانانو پر وړاندي د وحشي کمونیستي چینايي حکومت ظلمونه لیدل، نو د الله تعالی جل جلاله له درباره به مو د یوې غیبي ټکه غوښتنه کول…. ترڅو د چین پر حکومت رانازله سي، خو الله تعالی جل جلاله هم د خپل لښکر یو ذلیل ترین او کوچنی ترین وایروس پر دې متکبر حکومت رانازل کړ او دوی (بې دینه) چینایانو ته یې یو ځل بیا دا وریاد کړه چي دا کائنات هم یو ستر پالونکی او مربي لري، ددې مظلومو مسلمانانو غمخور وجود لري
د بلومبرګ په نامه د اقتصادي څېړنو مرکز یوه بله سروې کړېده چي له مخي یې ویل سوي دي … (چي د نړۍ هغه هیوادونه چي کرونا وایروس پکښي خپور سوی دی شاید چي ۱۶۰ میلیارده ډالره تاوان وکړي)
په ځانګړي ډول چین او امریکا چي د نړۍ اقتصاد د همدې دوو هیوادونو په لاسونو کي ښوري راښوري
موږ او تاسي پوهیږو چي اکثریت هیوادونه چي همدا وایروس پکښي خپور سوی دی، کفري هیوادونه دي
خو مسلمانانو ددې وایروس په وړاندي مخکي له مخکي وقایوي تدابیر نیولي دي… هغه داسي چي د صحت نړیوال سازمان لخوا په خپره سوې وقایوي تدابیرو کي ویل سوي : چي د لاسونو پاک ساتل، د تنفسي سیستم د اعضاؤ پاک ساتل، د پاکي غذا خوړل او د اخته شخص څخه لیري اوسېدل … به ستاسي سره مرسته وکړي، ترڅو له دې وایروس څخه وساتل سئ
دا نړیوال ډاکټران او ساینس پوهان خواران به په دې هم خبر نه وي چي مسلمانان خو دا فعل په ورځ او شپه کي ۵ ځله خامخا تکراروي… دوی به په دې څه پوه وي چي دا کار پر دوی باندي د اسلام لخوا ددوی د صحت د ښه والي پخاطر اجباري ګرځول سوی دی
مسلمانانو وروڼو! پورتني ټول وقایوي تدابیر چي د صحت د سازمان لخوا وړاندي سوي دي،،، ټول یې مسلمانان په اوداسه کي ددې وایروس د خپرېدو څخه مخکي له ۱۴۰۰ کلونو راهیسي تکراروي مثلا : د لاسونو پرېولل – د اوداسه پیلیز فعل او وروسته تر څنګلو پوري پرېولل… ، د پوزي او خولې پرېولل – چي د تنفسي سیستم لومړني غړي دي کوم چي وایروس او مېکروب ورسره مخ کیږي… ، د سالمي او پاکي غذا خوړل – چي الله تعالی جل جلاله په قرآنکریم کي موږ ته امر کوي او فرمايي : (یاایها الذین امنوا کلوا من الطیبیات ما رزقناکم سوره بقره، آیه 172– اې هغه کسانو چي تاسي ایمان راوړی دی د هغه پاکو شیانو څخه خوراک وکړئ چي تاسي ته مي در کړي دي، همدارنګه بل ځای فرمايي: فکلوا مما رزقکم اللّه و لا تتبعوا خطوات الشیطان – د هغو شیانو څخه خوراک وکړئ چي تاسي ته مي در کړي دي او د شیطان متابعت مه کوئ.
له همدې څخه معلومیږي چي اسلام د خوراک او غذا غوندي مهمي مسئلې ته هم اشاره کړې او دا برخه یې همداسي تشه نه ده پرې اېښې، موږ ته یې د حلالو او حرامو فرق راښودلی دی… او ددې مسئلې اهمیت بیا مسلمانانو ته دداسي وژونکو ناروغیو په وخت کي ښه جوتیږي
د نظافت په اړه چي اسلام څومره لارښووني کړي دي: مثلا : د بیت الخلاء څخه د راتګ څخه وروسته لاسونه په صابون او یا خاورو پوري مښل … له آدابو څخه دي او اسلام موږ ته ۱۴۰۰ کاله مخکي راښودلي دي
د جنابت څخه وروسته غسل کول، د اوداسه وچول، د حیض په وخت کي له ښځي سره نژدېکت نه کول، د شرابو، زنا او لواطت حراموالی او داسي نور
اسلام خو د نظافت او پاکۍ برخه دومره جدي نیولې چي نظافت یې د ایمان څخه ګڼلی دی (الطهور شطر الایمان)
حتی الله تعالی جل جلاله د لمانځه او عبادت د صحت یو شرط هم پاکي ښودلې ده، زموږ تنکي طالب العلمان او مؤمن ماشومان چي د اسلامي علومو په زده کړه شروع وکړي نو لومړی ورته دا آیت مخي ته راسي، چي الله تعالی جل جلاله فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرضى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ وَلَكِنْ يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} [المائدة:6]، خو پر پاکۍ باندي د اسلام له زیات اصرار او ټینګار وروسته له دې مبارک آیت سره مخکيږي فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ} [المائدة من الآية:6]
الله تعالی جل جلاله غواړي چي دا مسئله نوره هم روښانه کړي او خپلو بندګانو ته دا ور وښيې چي أحکم الحاکمین ذات هیڅکله پر خپلو بندګانو باندي سختي او تکلیف راوستل نه غواړي بلکي دا ټول کارونه ددې لپاره چي موږ پاک او نظیف وساتي… الله جل جلاله فرمايي {مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ وَلَكِنْ يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} [المائدة:6]
زموږ په افغاني ټولنه کي به تاسي یو شمېر داسي خلګ هم ووینئ چي ځانونو ته ملا، طالب، صوفي هم وايي … خو د ظاهري جسم او بدن پاکوالی ترې پاته او هیر وي، کله چي دا ډول خلګو ته أمیان خلګ وګوري، هغوی نو فکر کوي چي اسلام همداسي د چټلۍ دین دی… خو دوی خواران په دې څه خبر دي چي مځکي ته د قرآنکریم دویمي نازل سوي آیتونه چي د جبرائیل علیه السلام لخوا پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي تلاوتېده، د (وثیابک فطهر – المدثر) باندي مشتمل وه
حتی اسلام په اوونۍ کي یو ځل غسل کول پر بنده د الله تعالی جل جلاله حق ګڼلی دی او په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (حقٌّ للهِ على كلِّ مسلمٍ، أن يغتسلَ في كلِّ سبعةِ أيَّامٍ، يغسِلُ رأسَه وجسدَه) (رواه البخاري: [898]، ومسلم: [849]
د ږیري پرېښودل هم اسلام د یو حکمت له وجي پر مسلمانانو لازمي کړي دي، ځکه چي نارینه د ښځینه ؤ په نسبت زیات لمر او باد ته کارونه کوي، نو ځکه د ښځینه ؤ په نسبت نارینه د میکروبونو او وایروسونو سره مخ کیږي، او ږیره ددې ډول میکروبونو او وایروسونو د مخنیوي یوه ښه وقایه ده چي وروسته بیا د هر مسلمان لخوا هره ورځ ۵ واره په اوداسه کي په پاکو اوبو سره پرېولل کیږي او خلالیږي
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : الفطرة خمس -أو: خمس من الفطرة- الختان، والاستحداد، وتقليم الأظافر، ونتف الإبط، وقص الشارب – پنځه شیان له فطرت څخه دي: سنتېدل (ختنه کول)، ، د نوکانو پرې کول، د بغل د ورېښتانو لیري کول او د برېتونو لنډول
په ولاړو اوبو کي چټلي نه کول، په لوښو کي د کورنیو حیواناتو له خوراک وروسته لوښي پرېولل اوداسي نور…. وقایوي تدابیر دي
د ټولنیزي پاکوالی په اړه هم اسلام لارښووني کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (إن اللهَ طيّبٌ يحبّ الطيبَ، نظيفٌ يُحِبُّ النظافةَ) همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چي تاسي له یهودو سره مخالفت وکړئ او خپل کورونه پاک وساتئ
په پای کي دا وایم که مسلمانان د ژوند په هر اړخ کي د اسلام پر قوانینو عمل وکړي او د ژوند لپاره یې یو مشال او لارښود وګرځوي … نو نه به ظاهري او نه به باطني دښمنان ور نژدې سي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array