برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان یوې محکمې نواز شریف یی د فساد په تور په اوه کاله بند محکوم کړ

آریانانیوز: د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د پټو جایدادونو د لرلو په تور د پاکستان یوې محکمې په اوه کاله بند محکوم کړی دی.


په نواز شریف باندې د فساد تور لگول شوی چې د څرگندو جایدادونو سربیره د عاید نورې منابع هم لري. ښاغلی شریف کولای شي ددغه حکم پر وړاندې د استناف محکمې ته عرض وکړي.
د جولای په میاشت کې ښاغلی شریف د همدې محکمې له خوا په لندن کې د عصري اپارتمان درلودلو په تور په لس کاله زندان محکوم شوی و. هغه مرافعه طلب شو او د سپتمبر په میاشت کې په ضمانت خوشې شو.
د ښاغلي شریف د مسلم لیگ گوند د محکمې په پریکړه انتقاد کړی او دغه تصمیم یې د پاکستان په قضایي سیستم کې یو “تور داغ” گڼلی دی. د مسلم لیگ گوند یو لوړپوړي مشر شاهد خاقان عباسي چې د لنډې مودې لپاره د پاکستان صدراعظم هم و، ویلي چې محکمې ښاغلی شریف په غلطه دوسیه کې محکوم کړی دی او د هغه په وینا “خلک به دغه حکم ونه مني”.
په یوه بله دوسیه کې د فساد ضد محکمې ښاغلی شریف ٢٥ میلیون ډالر جریمه کړی و، خو بیا همدې محکمې هغه په دغه دوهمه دوسیه کې بیگناه وباله.
د محکمې د حکم له اعلان نه لږ مخکې د نواز شریف د پلویانو او پولیسو ترمنځ په اسلام آباد کې په داسې حال کې اخ و ډب وشو چې د ښاغلي شریف ښځینه پلویانو په ژړا د هغه په پلوۍ شعارونه ورکول.
د ښاغلي شریف لور مریم شریف د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان خلک د هغې د پلار تر څنگ ولاړ دي. مریم شریف دا هم ویلي چې پلار ته یې د “ناڅرگندو قواو” پر ضد د مقاومت په خاطر سزا ورکول کیږي. د هغې اشاره د پاکستان پوځ ته وه چې نژدې نیمه پیړۍ یې پر دغه هیواد مستقیم حکومت کړی دی.

شریک یي کړئ!