برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان په وروستیو چاودنو کښې د هندوستان لاس

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د پاکستان د بلوچستان صوبې موقت اعلی وزیر هندوستان د خپل هیواد د وروستیو ترهګرو چاودنو لامل وباله.


علاء الدین مري د جمعې د ورځې له ترهګرو پیښو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د سلګونو پاکستانیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې، ادعا وکړه چې د هندوستان استخباراتي ادارې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په خونړیو چاودنو کښې لاس لره.
هغه د دې چاودنو هدف د روانې جولایۍ میاشتې په پنځویشتمه نیټه د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو ځنډول اعلان کړل او ویې ویل چې د دې هیواد انتخابات به په هیڅ توګه ونه ځنډول شي.
د بلوچستان صوبې د لنډمهاله وزیراعلی دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې هند او پاکستان د کشمیر په شمول په ځینو مسائلو په خپلو کښې اختلاف لري او یوبل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي