برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستان پر پوځي پوستو د وسله والو لخوا برید

آریانانیوز: د رارسیدلو مالوماتو مطابق تېره ورځ د دوه وسله والو ډلو یا حزب الاحرار او د تحریک طالبان پاکستان جنګيالو له لورې په ګډه توګه د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په “زویه” سیمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستو چریکی برید شوی دی.
د برید په پایله کې پنځه تنه پوځیان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
یادو وسله والو ډلو په خپل خپاره شوي خبر کې دا هم ویلي چې یاد برید یې د روژې مبارکې د اولسمې نېټې په ویاړ د غزوۀ بدر د یاد په تازه کولو ترسره شوی.

شریک یي کړئ!