برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستان پر حکومت باندی دباو اچول

آریانانیوز: دیوراپور سره سم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل سعودی عربستان په پاکستان دباو اچولی وو چې لومړی وزیر عمران خان د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی
اردوغان وویل پاکستان ځکه په مالیزیا کښې په کانفرنس کښې له ګډون کولو ډډه وکړه چې سعودی عربستان د اسلام اباد پرضد د اقتصادی بایکاټونو د لګولو ګواښ کړی وو .
هغه وویل دا لومړی ځل نه دی چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات په پاکستان دباو اچوی او ورته وکړه او مه کړه حکم ورکوی .
د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې سعودی عربستان پاکستان ته دغه ګواښ هم ورکړی وو چې څلور میلیونه پاکستانیان به له عربستان څخه وباسی او د هغوې پرځاې به د بنګلادیش خلک په کارونو وګماری .
اردوغان وویل د سعودی عربستان حکومت پاکستان ته دغه ګواښ هم کړی وو چې دپاکستان په مرکزی بانک کښې کیښودل شوی پیسې به هم بیرته خپل هیواد ته ورستنې کړی .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل پاکستان د خپلو اقتصادی مشکلاتو په خاطر د سعودی عربستان غوښتنو ته تسلیم شوی دی .
سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په پاکستان زیات دباو اچولی وو چې د مالیزیا په کانفرنس کښې ګډون ونکړی په کوم کښې چې د ایران اسلامی جمهوریت ، د ترکیې او د قطر مشرانو ګډون کړی وو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي