برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان له نوي حکومت سره به د دغه هېواد افغان پالیسي بدلون ونه کړي

آریانانیوز: د سياسي چارو شنونکي پر دې اند دي چې په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ نوی حکومت به د افغانستان په اړه پخوانۍ تګلاره تعقيبوي؛ ځکه چې هلته بهرنۍ پاليسي له پوځ سره وي، نه له ملکي حکومت سره.


د پاکستان پارلماني ټاکنې چې تېره اوونۍ ترسره شوې، د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له ٢٧٢ څوکيو څخه ١١٥ څوکۍ ګټلې دي او ډېر ژر به ورته د ولسمشر له خوا د حکومت جوړولو وړانديز وشي.
د پخواني صدراعظم نوازشريف ګوند مسلم ليګ ٦٤، د زرداري په مشرۍ د پيپل ګوند ٤٣ او نورو وړو ګوندونو هم څوکۍ ګټلې دي.
د اټکل له مخې، عمران خان به د پاکستان د نوي لومړي وزير په توګه له پارلمان څخه رايه ترلاسه کړي؛ ځکه چې تر نورو يې څوکۍ ډېرې دي.
د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې په پاکستان کې ملکي حکومتونه د بهرنۍ تګلارې او په ځانګړې توګه د افغانستان او هندوستان په اړه خپلواکي نه لري او دا چارې د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) له خوا پرمخ وړل کېږي.
د سياسي چارو کارپوه مشتاق رحيم وايي چې له افغانستان سره به د پاکستان اړيکې د پخوا په څېر وي او ممکن لا به خرابې شي.
هغه  عمران خان له سخت دريځو ډلو سره نږدې اړيکې لري او پخوا يې په افغان جګړه کې د طالباو ملاتړ هم کړى و.
مشتاق رحيم وايي چې عمران خان يو کمزورى ايتلافي حکومت جوړوي چې کاملاً د پوځ په خوښه او ملاتړ مخې ته ځي.
د نوموړي په وينا، څه چې د پوځ خوښه وي، د عمران خان کمزورى ايتلافي حکومت به هماغه کوي.
رحيم وايي چې د افغانستان او هند موضوعات د پوځ په لاس کې وي، د بهرنيو چارو وزارت يا ملکي حکومت پرې واک نه لري.
ده زياته کړه، په ظاهره به عمران خان هڅه کوي ووايي چې نوې برنامې لري، د بهرنيو چارو تګلاره به سمه کړي، غواړي خلکو ته يو ډول پيغام ورکړي، خو د ډېر غټ بدلون امکان نشته.
خو مشتاق رحيم وايي، د افغانستان حکومت ته په کار ده د پخوا په څېر خپلې لابۍ ته ادامه ورکړي، چېرې چې پاکستان له خپلو ژمنو سرغړونه کوي، هغه دې ثبت کړي او نړيوال دې خبر کړي.
تر ټاکنو وروسته عمران خان په يوه خبري کنفرانس کې د افغانستان پر نا امنيو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې حکومت به يې هڅه وکړي چې له افغانستان سره پرانيستې پولې ولري.
خو شفيق همدرد چې د پاکستان سياست له نږدې څاري وايي، د پاکستان ټول سياسي او پوځي مشرانو چې کله هم واک ترلاسه کړی، په لومړنيو ويناوو او څرګندونو کې يې د افغانستان په اړه مثبت او ښه نظر لرلی دى.
د هغه په وينا، دا که لياقت علي خان و، جنرال ايوب، ذوالفقار علی بوټو، ضياءالحق، بې نظير بوټو، نوازشریف او حتی ديکتاتور پروېز مشرف هم په خپله لومړۍ وينا کې د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ خبرې کړې دي.
خو همدرد پژواک اژانس ته وويل، کله چې خبره د عمل میدان او نوی پيل وي، نو بيا دوی په هغو کې ځکه بدلون نه شي راوستلی چې د افغانستان په اړه د دوی په فکر او احساس کې ستونزه وي.
د هغه په وينا، د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته کله هم پاکستان د افغانستان په اړه مثبت فکر نه دی لرلی.
همدرد وايي، دوى په ښکاره له افغانستان سره د ښو اړيکو خبرې کولې، خو په پټه يې جهادي مشران د سردارمحمد داوود خان په وخت کې منظم کړل او بيا ضياءالحق او دې نورو سیاسي او نظامي مشرانو چې څه له افغانستان سره وکړل، له هېچا هم هېر نه دير.

د نوموړي په وينا: ((د پاکستان پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو په هغه سوسیال فکر سره د افغانستان جهاد پیل کړ نو عمران خان چې د مذهبي توندلارو ټینګ ملاتړ لري او په خیبر پښتونخوا کې د خپل پنځه کلن تېر حکومت پر مهال يې سلګونه ميليونه روپۍ هغو مدرسو ته ورکړې چې د ورانۍ فکر کوي نو څنګه به باوري شو چې دی به د افغانستان لپاره ښه فکر او عمل وکړي.))
هغه زياتوي، څو چې د پاکستان د اصلي تصمیم نیوونکو په فکر او نیت کې د افغانستان په اړه مثبت تغییر نه وي موندلی، تر هغه به د هغه ځای سیاسي مشران د شطرنج د مهرو کار ترسره کوي.
د سياسي چارو بل کارپوه جاوېد غفور وايي، د پاکستان بهرنی سیاست د هغوی د نظامیانو له خوا ټاکل کېږي، په ځانګړي ډول د هند او افغانستان په اړه.
ده زياته کړه: ((زه فکر کوم چې د نوازشریف او زرداري تر ګوندونو عمران خان په کمزوري حالت کې دی؛ ځکه هغو ګوندونو په ډیموکراتیکه توګه زیات فشار واردولی شوای، چې هغوى به دې برخه کې کوم بدلون رانه ووست نو فکر نه کوم چې عمران خان يې وکړای شي.))
خو هغه وايي، په دې وروستیو کې د پوځ په سیاستونو کې د بدلون لپاره خوشبینی پیدا شوې، ښايي مثبتې اغېزې ولري خو په ټوله کې بهرنی سیاست د پوځ له خوا مخې ته وړل کېږي او ملکي حکومت یوازې د یو لاوډسپېکر حیثت لري.

شریک یي کړئ!