برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان شاملیدا دامریکا په تور لېست کې

آریانانیوز: امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو کړې ده.


پومپيو ويلي، له تېر کال راهيسې پاکستان په څار لېست کې و او د تېرې نومبر مياشتې په ٢٨مه يې پرېکړه وکړه چې پاکستان په تور لېست کې شامل کړل شي.
هغه زياته کړه چې د امريکا حکومت په پاکستان کې پر مذهبي لږکيو باندې پر کېدونکو ظلمونو او نارواوو باندې په سخته اندېښنه کې دى.
سرچينې ويلي، په تور لېست کې د پاکستان له شاملولو موخه دا ده، څو پر دغه هېواد فشار راوړل شي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا دغه راز په دغه تور لېست کې چين، ايران، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکمنستان، برما، اريتيريا، شمالي کوريا، سوډان او يو شمېر نور هېوادونه هم ورګډ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو هېوادونو د بشري حقونو او مذهبي ازادۍ له نړيوال قانونه سرغړونې کړې دي.
دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، په سوريه او عراق کې د النصره ډله، القاعده، بوکو حرام، الشباب، حوثي، داعش، داعش خراسان او د طالبانو ډلې هم په دې برخه کې د اندېښنې وړ ګرځولې دي.
پومپيو ويلي چې په يوه سوکاله او پر امنه فضا کې د ژوند کولو لپاره مذهبي ازادي حتمي او ضروري ده.

شریک یي کړئ!