برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان د فوځي لوړرتبه چارواکو سره د عادل الجبېر ليدنې کتنې

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې په دغو ليدنو کتونو کښې چې په جداګانه توګه په اسلام اباد کښې وشوې د پاکستان او هند ترمېنځ د تاوتريخوالي د ختمولو او د اختلافاتو د هوارولو او د سيمې د مسائلوپه اړه خبرې اترې ترسره شوې.



پاکستاني رسنيو وويل،عادل الجبير د اسرائيلي زخمي پائيلټ د بوتللو لپاره پاکستان ته راغلے دے او په همدې لړ کښې يې له جنرل قمر جاويد باوجوه ليدل کتل وکړل.
د پاکستان د فوځ وياند آصف غفور څو ورځې مخکې ويلي وو چې د دغه هېواد فوځي ځواکونو دوه پائيلټان چې د هند د فوځي جنګي الوتکو د نسکورېدو په دوران کښې اسيران کړي وو يو پکښې زخمي شوے دے او په روغتون کښې پروت دے.
د پاکستان د رسنيو د رپوټ له مخې د دغه هېواد حکومت يو هندي پائيلټ هند ته حواله کړ خو دويم زخمي پائيلټ يې ورنکړ ځکه چې دغه پائيلټ اسرائيلي دے. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې موضوع په اړه غلی پاتی دی.

شریک یي کړئ!