برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایی د آسیه په اړه خپاره شوي خبرونه غلط دي

آریانانیوز: د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین ویلي چې د توهین رسالت له توره ازاده شوې «آسیه» له هیواده نه ده وتلې بلکې په پاکستان کي ده.


نوموړي ویلي چې د رسنیو له لوري د «سرلیکونو» جوړولو لپاره دغه سي خبرونه نشرول ډېر غیر ذمه دارانه کار دی.
چوهدري وویل چې د آسیه معامله ډېره حساسه ده، باید رسنۍ احتیاط ورسره وکړي او غلط خبرونه نشر نه کړي.
باید وویل شي چې تېره شپه آسیه د محکمې څخه د بري کیدو وروسته د ملتان بندي خانې څخه خوشي او په چورلکه کې اسلام اباد ته انتقال شوه چې بیا له هغه ځایه نامعلوم لورې ته انتقال شوې.
پاکستانيو رسنیو خبرونه ورکړل چې هغه په یوه خاصه الوتکه کې هالنډ هیواد ته ولیږدول شول. خو پاکستاني وزیر دغه خبرونه بې اساسه وبلل.
د یادونې وړ ده چې پر عیسايي آسیه باندي تور دی چې په کال ۲۰۱۰ کې يې د مسلمانو ښځو سره د ګاونډ د جګړې پر مهال نبي صلي الله علیه وسلم ته توهین کړی او بیا یې د پولیسو په قومنداني کې پر دغه جرم اعتراف هم کړی دی.
خو د پاکستان محکمې شاوخوا اته کاله وروسته د یوې مفصلې پریکړې په ورکولو سره دغه تورونه بې اساسه او غیر ثابت شده بللي دي.
محکمې ویلي چې پر آسیه باندي تورونه د هغې سره په جګړه کې د ښکیلو ښځو له خوا لګول شوي چې دا ثبوت نشي بلل کیدای.
د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم په پریکړه کې په قرآني آیتونو او فقهي قواعدو باندي استناد شوی او ویل شوي چې تر څو پر هغې باندي تورونه ثابت شوي نه وي، دا ښځه بري ده.
د محکمې له لوري د آسیه په اړه د پریکړې د اعلان وروسته په پاکستان کې په ځانګړي ډول د بریلوي مذهبي ګوندونو له لوري لاریونونه وشول چې په تاوتریخوالي بدل شول.
وروسته د لاریون کوونکو او حکومت تر منځ تړون وشو چې آسیه به له هیواده بیرون نه وځي او محکمه به د هغې مخالفینو ته حق ورکوي تر څو د محکمې د پریکړي پر خلاف استیناف وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي