برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د پاکستان دفاع وزیر: موږ د ترهګرۍ تخم کرلي

آریانانیوز: د پاکستان د دفاع وزیر د پېښور چاودنه په سختو ټکو وغندله او له ترورېزم سره د اسلام اباد اړیکې یې ومنلې.


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پېښور په جومات کې دننه ځانمرګی برید په کلکه وغانده چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ووژل شول او تر ۲۲۰ زیات ټپیان شول.

د پاکستان د دفاع وزیر له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۷ کلونو د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې دوام بریالی وبلله او ویې ویل: په خېبر پښتونخوا کې د آرمي پبلک سکول په شان څو پېښې شوي او د ترهګرۍ له امله ګڼ شمېر قیمتي ارواګانې له بدن څخه جلاشوي دی.

هغه زیاته کړه: دوه کاله مخکې پارلمان ته ویل شوی وو چې له ترهګرو ډلو سره خبرې اترې ممکن دی خو په دې برخه کښې کومه څرګنده پریکړه ونشوه.

د پاکستان د دفاع وزیر په دغه هیواد کښې د ملی وحدت په ضرورت د ټینګار په ترڅ کښې اعتراف وکړ چې مونږ د ترهګرۍ تخم کرلی دی.

هغه په دوام وویل: موږ باید خپل کور ترتیب کړو، دا فرقه ییزه یا طبقاتي جګړه نه ده، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې د یوه ملت جګړه ده.

خواجه اصف د پاکستان او امریکا اړیکو ته په اشارې سره دا هم ویلي، چې له واشنګټن سره د ښو اړیکو ملاتړ کوو، خو اسلام اباد باید د امریکا په امر جګړه ونه کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر هم د افغانستان د حالاتو په اړه وویل چې هغه هیله لري چې په دغه هیواد کې به حالات ښه شي ځکه چې د هغه وضعیت به په پاکستان کې هم منعکس شي.
هغه زیاته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته راغلي او بېرته نه دي راستانه شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي