برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د يوې کورنۍ ۵ ماشومان مړه شوي

آریانانیوز: د بلوچستان د خانوزۍ سيمې د يوې کورنۍ پنځه ماشومان چې د سند ايالت مرکز کراچۍ ته تللي، له خوړو مړه شوي دي.


د سیمې پوليس وايي، چې ياد ماشومان سره د کورنۍ له نورو غړيو له کوټې کراچۍ ته تللي او هلته د صدر په سيمه کې په يو ريستوران کې له ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم شوي او مړه شوي دي.
خو دا تراوسه نه ده څرګنده چې په خوړو کې کوم داسې زهرجن توکي ګډ شوي، چې د ماشومانو ژوند يې اخيستی دی.
ماشومانو يو په بل پسې د ښار په اغاخان روغتون کې ساه ورکړې ده. د مړه شويو ماشومانو عمرونه له يو بيا نهه کلونو پورې وو او دا مهال د کوټې په سېټلايټ ټاون نومې سيمه کې استوګن وو.
د ماشومانو جسدونه د پاکستان د هوايي ځواک په ځانګړې الوتکه کې کوټې ته راوړل شوي دي. د سند اعلی وزير پر پېښه اندېښنه څرګنده کړې، او اړونده چارواکيو ته يې د تحقيقاتو امر کړی دی.
له دې پېښې څو ساعته وروسته د يادې خانوزۍ سيمې درې تنه چې په موټر کې سپاره وو د ناپېژانده وسله والو له لوري په ډزو ووژل شول. پوليس وايي، چې دا تراوسه ده څرګنده چې په پېښه کې د چا لاس دی او نه هم چا د پېښي مسوولیت منلی دی.
د بلوچستان ملتپال ګوندونو د درې تنو هدفي وژنه په کلکه غندلې او د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي