برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د واکمن محافظه کاره ګوند بریالیتوپ

آریانانیوز: درسنیورپه راپورپه برتانیی کې له وخت مخکې پارلماني ټاکنې ترسره شوې، د رايو شمېر پيل شوی او داسې ښکاري، چې واکمن محافظه کاره ګوند ګټونکی دی.
د لومړنيو غیر رسمي پایلو له مخې د لومړي وزير بورس جانسن محافظه کاره ګوند له اپوزيسيون کاګر ګوند څخه مخکې دی.
د لومړنيو پايلو له مخې د برتانيې پارلمان له ۶۵۰ څوکيو څخه ۳۶۸ محافظه کاره ګوند ګټلي او د بريا لپاره ۳۲۶ څوکيو ته اړتيا لري، کارګر ديموکرات ګوند ۱۹۱، سکاټس نېشنل ۵۵ او ليب ډيمز ۱۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
داسې ښکاري، چې د لومړي وزير بورس جانسن «محافظه کاره» ګوند به د ايتلافيانو له ملتيا پرته د حکومت په جوړولو وتوانيږي او له اروپايي ټولنې د وتلو امکانات به نور هم زيات شي.
د کارګر ديموکرات ګوند مشر جيريمي کوربين د ټاکنو له بشپړو پایلو مخکې ويلي، چې راتلونکي وخت کې د خپل ګوند مشري نه کوي.
د چارو کارپوهان وايي، د جيريمي کوربين له اعلانه ښکاري، چې دغه ګوند په ټاکنو کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی.
لومړي وزير بورس جانسن په خپل ټاکنيز شعار کې ويلي و «له اروپايي ټولنې وتل یقيني کړئ»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي