برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هند هر تیري پر وړاندی دریدل

آریانانیوز: د پاکستان لومړي عمران خان په هند تور پورې کړی چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پر پوځي تحرکاتو لاس پوري کوي خو ده ویلي د هند د هر تیري پر وړاندې به ودریږي او ځواب به یې ورکړي



ښاغلي عمران خان کشمیر ته د خپل سفر پرمهال ویلي، د پاکستان پوځ د هند له ټولو پلانونو خبر دی او د هغوی د هر تیري ځواب به ورکړي
عمران خان پرون چهار شنبه د اسد په ۲۳مه د کشمیر پارلمان ته د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپله وینا کې ویلي: “د نړۍ سترګې اوس کشمیر او پاکستان ته دي. دا مسئله به څرنګه نړیواله شي؟ زه‌یې دلته د دې پارلمان مخې ته مسئولیت منم، زه به هغه استازی یم چې د کشمیر غږ به تر ټولې نړۍ ورسوم
د هند او پاکستان ترمنځ هغه وخت غبرګونونه زیات شول چې تېره اوونۍ هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې ځانګړی وضعیت لغوه کړ او په زرګونو پوځیان ‌یې هلته ځای پر ځای کړل نو ځکه دغلته ورځنۍ چارې هم له خنډ سره مخ شوې دي
هند او پاکستان دواړه لسیزې کیږي چې د کشمیر پر مسئله یې سره لانجه ده او له دې امله په کشمیر کې د شخړو پر مهال په لسګونو زره کسان په تېرو څو لسیزو کې وژل شوي دي

شریک یي کړئ!