برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هند او پاکستان څخه غوښتنه

آریانانیوز: د اسلامي تعاون تنظيم پرون په يوې بيانيه کښې غوښتنه وکړه چې د هند او پاکستان ترمېنځ د کشمير د لانجه منې سيمې کړکېچ دې په خبرو اترو او د ملګرو ملتو او د اسلامي تعاون د تنظيم د پرېکړليکونو په چوکاټ کښې هوار شي.



د اسلامي تعاون تنظيم په جمو او کشمير سيمه کښې د بحراني حالت په سختېدو د اندېښنې په څرګندولو سره په دغه سيمه کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي وغندله.
له بلې خوا د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې د جمو او کشمير له خلقو څخه د ملاتړ لپاره دې ضروري او فوري فېصلې وکړي.
د هند لخوا تر خپل کنټرول لاندې کشمير کښې د خاصو اختياراتو له لغو کولو وروسته د پاکستان حکومت پرون په اسلام آباد کښې د هند سفير آجي بساريا وشړۀ او له هند سره يې خپل تجارتي تعلقات ختم کړل

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي