برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هند او پاکستان د لفظي ګواښونو دوام

آریانانیوز: د هند لومړي وزیر پاکستان په ایټمي حملې وګواښه. نریدرا مودي په نوي ډيلي کې په یوې انتخاباتي غونډې کې یو ځل بیا د ولسي رایو او نظرونو د جلبولو لپاره له امنیتي اندیښنو استفاده وکړه او دا ځل یې پاکستان په ایټمي حملې وګواښه.


هند او پاکستان د ځینو مسایلو منجمله د کشمیر په سر له یو بل سره اختلاف لري. د دواړو هیوادونو د کړکیچ نوی پړاو د کشمیر په پلوامه سیمه کې د جیش محمد په نامه د ترهه ګرې ډلې له خوا د فرورۍ په څوارلسمه نیټه له ترهه ګرې حملې وروسته چې پکې څلور څلویښت هندي عسکر ووژل شول، پیل شو.
له دغه حملې وروسته د هند جنګي الوتکو په پاکستان کې د ترهه ګرو په مرکزونو حمله وکړه او هند ادعا وکړه چې په دغه حمله کې یې کابو درې سوه تنه وژلې دي خو اسلام اباد دغه ادعا رد کړه.
په دې حملې پسې د هند او پاکستان تر مینځ محدوده ځمکنۍ نښته وشوه. په دې مینځ کې داسې ښکاري په ایټمي حملې د ګواښلو په هکله د مودي خبرې چې د ۲۰۱۴ کال په پارلیماني انتخاباتو کې د بي جی پي د کامیابۍ او د لومړي وزارت د څوکۍ د لاسته راوړلو له وخته په لومړي ځل مطرح شوې دي، یوازې د انتخاباتي استعمال لپاره دي.
هند دم ګړۍ د پارلیماني انتخاباتو په بهیر کې دی او طبیعي خبره ده چې مودي په دغه شان شرایطو کې په خپلو انتخاباتي غونډو او کمپاین کې له لمسوونکو او تندو ادبیاتو استفاده وکړي چې په دې ډول خپل ګوند ته د دغه هیواد د خلکو نظر واړوي.
مودي په داسې حال کې پاکستان په ایټمي حملې ګواښلی چې ښه پوهیږي د دغه شان ګواښ د عملي کولو امکان نیشته .
د نړیوال نظام په جوړښت کې بدلون او په هیروشیما او ناکازاکي دامریکا په ایټمي حملې د نړیوالې ټولنې سخت منفي غبرګون سبب شوی چې له هغه کرکجنې ایټمې حملې وروسته هیڅ هیواد له ایټم بمه استفادې ته ګروهنه ونه لري.
پر دې اساس په پاکستان د ایټمي حملې لپاره د هند د لومړي وزیر ګواښونکې خبرې حتی د واکمن بهارتیا جنتا ګوند لپاره منفي پایلې هم لرلی شي ځکه چې په هند کې عمومي افکار د دواړو هیوادونو تر مینځ د څلورم جنګ له پیلیدو سخت په ویره کې دي.
له همدې امله ده چې د مودي له خوا د دغه شان جنجالي خبرو مطرحیدل د ملي پالنې د راپارولو لپاره د هغه د تمې په خلاف، په پارلیماني انتخاباتو کې د واکمن ګوند د رایو د کمیدو سبب ګرځیدلی شي.

د هند او پاکستان د سیاستوالانو په اپوټه د دغه دوو هیوادونو خلک د کړکیچ زیاتیدو ته هیڅ ګروهنه نه لري او همیشه یې د نوي ډیلي او اسلام اباد تر مینځ د سوله ایزو اړیکو غوښتنه کړې ده.
مودي په داسې حالاتو کې پاکستان په ایټمي حملې ګواښلی چې په دغه هیواد کې د هر ډول کړکیچ پیدا کیدل د هند اقتصادي بریاوې چې کلونه کلونه یې ورپاره هڅه کړې، په یو وار له مینځه یوسي.
هند چې د صادراتو د زیاتولو او د بهرنۍ پانګې د جذب د زیاتولو په اساس یې تر شپږو فیصدو زیاته اقتصادي وده لاسته راوړې نه یوازې د جنګ د پیلولو امکان نه لري بلکې د بهرنۍ پانګونې د تشویق او هڅولو لپاره د خپلې اعتباري درجې لوړولو ته اړتیا لري او دغه شان هدف ته رسیدلې له کړکیچ او جنګه د نوي ډیلي لرې پاتې کیدلو ته ضرورت لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي