برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نوازشریف څرګندونه او د پوځ غصه

د پاکستان د پوځ په سپارښتنه د ملي امنیت د کمیټې غونډه را بلل شوي، ترڅو د هند په اړه د نوازشریف د ناندریزو څرګندونو په اړه جدي بحث وکړي.


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر خپل ټوېتراکاؤنټ د غونډي د جوړیدو خبر ورکړ.
نوازشريف د شنبې پر ورځ ډان ورځپاڼې ته په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې: ولې د ممبۍ حملو په اړه دوسیه د پنډۍ د ترهګرۍ ضد محکمه کې سرته نه ده رسېدلې؟ او ولې موږ داسې کسانو ته اجازه ورکړو چې له پولې واوړي او د هند په ممبئي کې 150 کسان ووژني.
هندي رسنیو د نواز شریف څرګندونو ته پراخ انعکاس ورکړ او دا یې د دې ثبوت وباله چې ګنې شریف په 2008م کال کې د ممبئي په شویو بریدونو کې د پاکستان لاس لرل تائیدوي، هغه تور چې پاکستان هر وخت رد کړی دی.
د شریف څرګندونو ته په کور دننه توند غبرګونونه وښودل شو. مخالفو سیاستوالو د شریف خبرې د ملي ګټو خلاف او دروغ وبللې، خو د شریف پلویان بیا وایي چې خبرې سمې نه دي لېږدول شوي.
شریف دا هم ویلي وو چې موږ په خپله ځان منزوي کړی. هغه زیاته کړې چې زموږ له دومره قربانیو ورکولو سربېره بیا هم نړۍ پاکستان نه تسلیموي، خو د افغانستان خبرې مني او تاییدوي یې.
خو نوازشريف د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د احتساب عدالت مخې ته خبريالانو ته وويل چې اوس هم پر خپله خبره ولاړ دی.
بل خوا، پاکستاني رسنیو د نوازشریف هغه خبري هم خپري کړي چې د دوشنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې د احتساب عدالت مخې ته خبريالانو ته وکړي او زیاته یې کړه چې اوس هم پر خپله خبره ولاړ دی او په وینا یې حق ویل زما اخلاقي او دیني دنده ده.
پخواني لومړي وزیر هوډ څرګند کړ چې هر څه پېښېږي، دی به په راتلونکې کې هم رښتيا خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوازشريف له عدليې او پوځ سره تعلقات خراب دي او ګوند يې له يو ډول بحران سره مخامخ دی.
نواز شریف چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د هغه هیواد د ستري محکمي په حکم، له لومړي وزارته لرې کړل شو؛ له همغه راهیسې یې پر پوځ توندې نیوکې پېل کړي او په سیاست کې یې د پوځ د رول لوبولو مخالفت کوي.
داسې ګومان کېږي چې پیاوړي پوځ به د شریف په ګوښه کولو کې رول لوبولی وي، خو پوځ په څرګنده خپل رول ردوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي