آریانانیوز: د میانمار په لویدیځ کښې د روهینګیایی مسلمانانو پرضد د پوځ په ډزو کښې شپږ (۶) کسان ووژل شول او کابو درې سوه (۳۰۰) نور ونیول شول.
د میانمار راخین ولایت څو ورځې کیږی چې د روهینګیایی مسلمانانو او د حکومتی عسکرو ترمینځ د سختو جنګونو ډګر دی .
په تیرو دوو(۲) کلونو کښې دمیانمار په راخین ولایت کښې په روهینګیایی مسلمانانو د پوځیانو او د سرزورو بودایانو په حملو کښې څه دپاسه شپږ زره(۶۰۰۰) مسلمانان وژل شوی ،اته زره(۸۰۰۰) نور ژوبل شوی او څه دپاسه لس لکه(۱۰۰۰۰۰) نور کډوال شوی دی