برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ميانمار د مسلمانانو د قتل عام لپاره د فوځ منصوبه

آریانانیوز: د بشري حقوقو ادارې فورټي فائي رائيس چې مرکزي دفتر په تائي لېنډ کښې دے په يو رپوټ کښې وويل، د ميانمار فوځ په روهينګيائي.


مسلمانانو باندې د حملو له شروع کولو مخکې د هغوي دفاعي وسيلې او اوزار ضبط کړل او په مقابل کښې يې په هغوي د حملو لپاره په سيمه کښې ځاي بودائي خلق په وسلو سنبال کړل او ورته يې فوځي ټرېننګ ورکړ.
د بشري حقوقو د دغې ادارې په رپوټ کښې راغلي ديو د ميانمار حکومت د مسلمانانو د قتل عام د شروع کولو لپاره همدارنګ مسلمان مېشته سېمې ته د خوراکي توکو د لېږلو مخنيوے وکړ.
فورټي فائي رائيټس ادارې په دغه رپوټ کښې د ملګرو ملتو له امنيت شورا هم غوښتي دي چې د ميانمار د مسلمانانو د قتل عام موضوع چې د دوويشتو ميانماري فوځيانو او پوليسو تر قوماندانۍ او څارنې لاندې ترسره شوې ده نړيوالې کيفري محکمې ته وړاندې کړي.
د ميانمار فوځ د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۵ نېټې څخه له وسله والو ډلو سره د مبارزې په بهانه د دغه هېواد په لويديځ کښې په مسلمان مېشته سيمې باندې حملې شروع کړې چې په دغو حملو کښې په زرګونو مسلمانان ووژل شول ، د هغوي تقريباً دوه سوه کلي وسوزول شول او په زرګونو د زمکې او سمندر له لارې بنګله دېش ته کډه په سر شول چې شمېر يې تقريباً نهه لکو ته رسيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي