برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

آسه آن ميانمار ته د روهينګيا د مسلمانو کډوالو له ستنېدو سره د مرستې لپاره چمتووالے

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د آ سه آن لسو هېوادونو سرمشرانو په سنګاپور کښې د درې دېرشمې غونډې په وروستۍ بيانيه کښې د ميانمار راخين صوبې ته د روهينګيائي مسملانو کډوالو امن او شرافتمندانه ستنېدو کښې د دغه هېواد د ژمنې غوښتنه وکړه.


په دغه غونډه کښې ګډون کونکو له بنګلادېش څخه د لکونو روهينګيائي کډوالو په ستنېدو کښې د مرستې لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.
په دغه غونډه کښې ګډون کونکو مشرانو همدارنګ د کورياټاپووزې د اېټمي بې وسلې کولو او د جنوبي چين په سمندر کښې د زمکنيو اختلافاتو په شمول د اېشیا د جنوب ختيځ سيمې نور مختلف مسائل وڅېړل.
د آسه آن د لسو غړيو هېوادونو درې دېرشمه کلنۍ سرمشريزه غونډه د تېر ګل له ورځې څخه په سنګاپور کښې شروع شوې وه. ملېشيا، انډونېشيا،سنګاپور، فلپائن، رونائي،ميانمار، کامبوج، لائوس،ويتنام او تائيلېنډ د دغې اتحاديې غړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي