آریانانیوز: د اسلامي بیدارۍ نړیوالې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قدس د نیواکګر رژیم په لاس د غزې د مظلومو کلابندو خلکو شهادت وغنده.
په دغه خبرپاڼې کی راغلي دي: شک نشته چې په فلسطین کښې د صهیونیسټانو پرله پسې ماتې د امریکې د بې دریغه ملاتړ او د عربو د ارتجاج او د سیمې د ځینو پیئلو حکومتونو د شرمناکې نرمۍ نتیجه ده او هغوي په فلسطین کښې په ناحقه د توې شویو وینو ذمه وار او په دغه جنایت کښې شریک دي.
خبرپاڼه زیاتوي: اوس د نړۍ ډیر عدالت غواړي ولسونه او هیوادونه امریکا په غزې کښې د دغه خونړي جنایت مسئوله ګڼي.