برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطین مساله د اسلامي امت چورلیزي مساله ده

آریانانیوز: دیو راپور له مخې په اسلامي وحدت کانفرنس کې ګډونکوونکي خپل خپله وروستۍ بیانیه کې ټینګار وکړ چې د فلسطین مساله د اسلامي امت چورلیزي مساله ده او د اسلامي نړۍ لومړی دښمن غاصب صهیونستي رژیم دی نو باید ټولې هڅې له دغه رژیم سره د مقابلې لپاره غږمله شي.
د کانفرنس ګډونوالي د مسلمانانو تر مینځ په وحدت، د دشمن د پيژندلو له لارې د داخلي او سیمه ایزو شخړو په ختمولو ، او له اختلافاتو په تیریدو او په ګډو ټکو په تمرکز ټینګار وکړ.
همداراز په کانفرنس کې ګډونکوونکو عاملانو د امریکا د پیړۍ د معاملې له طرحې، د ښارګي جوړولو له بهیر، د بیت المقدس د یهودي کولو او د ستیندو د حق د ختمولو ، او بیت المقدس ته د صهیونسټ رژیم د پلازمینه له لیږدولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
د اسلامي وحدت کانفرنس په دوه دیرشمه غونډه کې ګډونکوونکو بیت المقدس ته له تل ابیبه د امریکا د سفارت د اقدام د انتقال په غندلو سره له هغې سره د مقابلې په ضرورت او د مختلفو دینونو او تمدنونو د سولې د ښار په توګه د بیت المقدس په باقي پاتې کیدو ټینګار وکړ.
په کانفرنس کې ګډونوالو همداراز له صهیونسټ رژیم سره د هر ډولو سیاسي ، تجارتي، فرهنګي او ورزشي تعلقاتو له جوړولو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
د اسلامي وحدت دوه دیرشمه نړیواله غونډه چې د شنبې له ورځې د قدس د امت د وحدت چورلیز په نامه په تهران کې پیل شوې وه، پکې تر درې نیمو سوو زیاتو د نړۍ سیاسي او علمي شخصیتونو برخه لرله او بیګا یې د بیانیې په خپرولو سره خپل کار پای ته ورساوه.

شریک یي کړئ!