برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د فرانسې حکومت د ترهه ګرو کوربه

آریانانیوز: د ترکیې آناتولی خبری آژانس په راپوردترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو پرون ناوخته د ترکیې د پارلیمان د استازو په ټول کې په یولړ څرګندونو کې د سورئې په شمال کې د انقرې دپوځی عملیاتو په باب د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون دڅرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی ، د فرانسې حکومت په دوامدار ډول د ترهه ګرو کوربه دی .
د ترکیې خارجه وزیر زیاته کړې ، ځینی غواړی ، چې دسورئې په شمال کې یو ترهه ګر حکومت جوړ کړی .
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په پاریس کې د ناټو موسسې له عمومی منشی ینتس سټولتنبرګ سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی ، ترکیه چې د سورئې په شمال کې ددغه هیواد د کردانو د وائی پی جی ډلې او پی وائی ډی ائیتلاف ځواکونو په ضد ئې پوځی عملیات پیل کړی دی ،باید په تمه ونه ووسی ، چې د ناټو غړی هیوادونه له ترکیې سره د پیوستون اعلان وکړی.
دا په داسې حال کې دی چې د سورئې حکومت هم په کرتو د دغه هیواد په شمال کې د ترکیې پوځی عملیات ښکاره تیری بللی او وئیلی ئې دی ،باید درست تیریګر ځواکونه د سورئې له خاورې ووځی او دسورئې دسرحدونو ساتل د سورئې د حکومت او پوځ دنده ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي