برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د غزې په یوه جومات کې د اسراییلي پوځیانو لخوا د قران کریم سوځول

فلسطیني فعالانو د غزې په تړانګه کې په یوه جومات کې د یوه اسراییلي سرتیري د قران کریم نسخې ته اور اچولی یو کلیپ خپور کړ.


رای الیوم لیکلي: د”tamerqdh” کارونکي اکاونټ دغه ویډیو خپره کړې او لاندې یې لیکلي: یو اسرائیلي ترهګر عسکر په انټرنیټ کې په خپل کاروونکي اکاونټ کې یوه ویډیو خپره کړې، چې هغه په جومات کې د قرآن کریم نسخې سوځوي.

له بلې خوا، فلسطیني خبریال یونس طیراوي په خپل ایکس پاڼه کې د دې ویډیو په باره لیکلي: ما دا ویډیو د اعتبار لپاره وڅیړله او وموندله چې دا د ۴۳۵ روټیم کنډک د یو اسراییلي سرتیري پورې اړه لري او دا پیښه د رفح په ختیځ کې شوې ده.

همداشان، د اسراییلي رسنیو سره تړلي کاروونکي حسابونه په ټیلیګرام کې لیکلي: دغه عسکر په ياد جومات کې د حضور پرمهال د قران کريم د سوځولو ويډيو خپره کړې ده. »

شریک یي کړئ!