برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د عمران خان کرونا ټيسټ پایله

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کرونا وایرس معاینه چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه پایله یې منفي وختله
دا له هغې وروسته چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایدي خیریه بنسټ مشر فیصل ایدي سره د اپریل میاشتې په ۱۵مه نېټه لیدلي وو، فیصل ایدي وړمه ورځ په کرونا اخته شوی
د پاکستان لومړي وزیر له خپلو خلکو غوښتي تر څو د روژې په میاشت کې عبادت په خپلو کورونو کې وکړي، په وینا یې، نشي کولی خلک په زور له مسجدونو منع کړي، خو خلک دې پریکړه وکړي چې د خپل ځان او هېوادوالو لپاره یې په څه کې ګټه ده او په څه کې زیان؟
هغه زیاته کړه، که چیرې په روژه کې د کرونا وایرس ستونزه جدي شوه نو دوی به اړ شي مسجدونه په بشپړ ډول وتړي
دا په داسې حال کې ده چې د تازه شمېرو له مخې په پاکستان کې پر کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر لسو زرو اوښتی، ددې وایرس له کبله د مړو شویو شمېر ۲۲۰ ښودل شوی او ۲۲۰۶ يې بېرته رغېدلي هم دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي