برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عربستان او د اماراتو چارواکی سفر پاکستان ته

آریانانیوز: د سعودی عربستان په بهرنیو چارو کښې سلاکار وزیر عادل بن احمد الجبیر او د متحده عربی اماراتو دباندنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید بن سلطان ال نهیان په اسلام اباد کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنې کښې دسیمې د مهمو مسائیلو په تیره بیا د کشمیر د حالاتو او د پاکستان د اقتصادی حالت په هکله خبرې وکړې
اسلام اباد ته د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د خارجه وزارت د مسولانو سفر په داسې حال کښې دی چې پاکستان په تیر یوه (۱)کال کښې د مشکلاتو د حل کولو لپاره له دغو دوو(۲) عربو څخه کابو پینځه (۵) میلیارډه ډالره پورونه ترلاسه کړی دی
د پاکستان مرکزی بانک په تیر میلادی کال کښې دخپل هیواد بهرنی پورونه پینځه نوی (۹۵) میلیارډه او درې سوه څلویښت (۳۴۰) میلیونه ډالره اعلان کړی وو
د پاکستان سیاسی ګوندونه او ډلې باوری دی چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات د اسلام اباد حکومت ته دپورونو په ورکولو سره له پاکستان څخه په سیمه په تیره بیا دیمن په جنګ کښې دخپلو هدفونو د اجرا لپاره استفاده کوی.

شریک یي کړئ!