برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عراق په شمال کښې د ترکیې لوړرتبه پوځي افسر ووژل شو

د ترکیې د پوځ یو لوړرتبه افسر له عراق سره د دغه هیواد په سرحد کښې د پي، کی، کی عناصرو په حمله کښې وژل شوی دی.



له عراق سره په سرحد کښې د ترکیې په (زنګیل تپه) سرحدي پوسټې باندې د پي، کی، کی د غړو په پرونۍ راکټي حمله کښې د ترکیې د پوځ یو لوړرتبه افسر وژل شوی دی.
په دغه حمله کښې څلور نور ترک عسکر هم زخمي شوي دي.
د ترکیې د پوځ له دې حملې وروسته له عراق سره په خپل سرحد کښې د پي، کی، کی عواملو د نیولو لپاره پراخ عملیات پيل کړي دي.
په همدې لړ کښې د ترکیې د پوځ لوې درستیزولۍ په یوه بیانیه کښې وویل چې د قندیل د لوړو په شمول د عراق په شمال باندې د ترکیې د الوتکو په حمله کښې د پي، کی، کی ۲۶ غړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي