برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عراق په انبار ولایت کې ځانوژونکي برید ۱۱ کسان ووژل

آریانانیوز: د عراق په لوېدیځ انبار ولایت کې پرون چهارشنبه یوه ځانوژونکي برید چې د موټر په واسطه شوی، لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل او ۱۶ نور يې ژوبل کړل.


د انبار د والي په وینا، دا برید د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر پوسته شوی دی.

په وژل شویو او ټپیانو کې امنیتي افراد او ملکي وګړي شامل دي.

تر اوسه کومې ډلې د عراق د نن ورځې د ځانوژونکې چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخيستی.

عراقي ځواکونو په تېر ډسمبر میاشت کې په انبار ولایت کې داعش ډله وځپله، خو له هغې راهیسې داعش په دې ولایت کې ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې کوي

شریک یي کړئ!