برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عراق له سترو ښارونو د الحشد الشعبي ځواکونو له وتلو سره مخالفت

آریانانیوز: حیدر العبادي د الحشد الشعبي له قومندانانو سره په کتنه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د عراق د رضاکار ولسي ځواک د سرشیندنو قدرونه وکړه او ويې ویل: الحشد الشعبي هغه نور حرکت و چې د عراق د شیعیانو مرجع آیت ا… سیستاني فتوې ته په لبیک ویلو سره جوړ شو او د هیواد د دفاع په لاره کښې يې له ځانه د ځواکونو په تیریدو سره، عراق ته هیله او امید راستون کړ.
د عراق وزیراعظم څرګنده کړه چې حکومت یې تل او په هر ځاې کښې الحشد الشعبي ځواک د حکومت یوه برخه او د عراق د وسله والو ځواکونو په لوې قومندانۍ پورې پيئلې معرفي کوي او د هغو کسانو په وړاندې ودریږي چې د دې ځواک د څیرې خرابول غواړي.
په دې وروستیو کښې د عراق ځینو سیاسي ډلو او ګوندونو د دغه هیواد د شمالي او غربي ولایتونو له سیمو څخه د حشد الشعبي ځواکونو د شاتګ په لړ کښې د حیدر العبادي پر حکومت د دباؤ اچولو کوشش کړی دی.
خو په عین حال کښې د داعشي ترهګرو له منګولو د آزادو شویو سیمو خلکو د لاریون په کولو او د الحشد الشعبي ځواک په ملاتړ کښې د کمپینونو په چلولو سره له خپلو کلیو او ښارونو د دغو ځواکونو له وتلو سره مخالفت کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي