برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عراق صدراعظم وايي واشنګټن ته یو پلاوی استوي

آریانانیوز: د عراق صدراعظم وايي، واشنګټن ته به یو پلاوی واستوي چې له امریکايي مقاماتو سره پر ایران له لګول شویو بندیزونو د بغداد د معافولو په اړه خبرې وکړي.


حیدرالعبادي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» وویل، امریکا ته‌يې خپلې غوښتنې وړاندې کړي او د دوی پلاوی به د همدغو غوښتنو په چوکاټ کې له متحده ایالاتو سره مذاکرات وکړي.

نوموړي وویل، د عراق اقتصاد د فارس خلیج له هېوادونو سره نږدې اړیکه لري په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې.

د عراق صدراعظم وايي، امریکايي لوري ته‌يې خپلې هغه غوښتنې وړاندې کړي چې عراق په کومو برخو کې اړتیا لري چې د هغه په خبره په هغې کې د ایران طبیعي ګاز، سوداګري او د برښنا سکټور شامل دي.

د امریکا ولسمشر په تېره مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالې ټولنې له اټمي موافقې ووت او واشنګټن په روانه اګسټ میاشت کې پر تهران بیا بندیزونه ولګول.

شریک یي کړئ!