برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عراق او د کویت مشرانو خبرې

آیانانیوز: د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی پرون مازیګر د کویت له امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح او له ولیعهد نواف الاحمد الجابر الصباح سره کتنې او د سیمې د بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې وکړې .


په دوه اړخیزه اړیکو او دسیمې په مسائیلو غور کول او د ایران او دامریکا ترمینځ دتاوتریخوالو د کمولو لپاره د هڅې په لړ کښې د دواړو هیوادونو له مقام او اړیکو استفاده په دغه کتنه کښې دکویت او دعراق د چارواکو دخبرو اترو چورلیزونه وو .
دعراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په تیرې سه شنبې ورځ ویلی وو بغداد به د امریکا او دایران ترمینځ د تاوتریخوالی د کمولو لپاره خپل ټول کوشش وکړی .
امریکا د زیات دباو د راوستلو د سیاست په لړ کښې دایران پرضد اقتصادی جنګ پیل کړی او په عین حال کښې یې په تیرو څو اونیو کښې ایران ته پوځی ګواښ کړی دی .
امریکا اراده لری دایران پرضد دزیات دباو په راوستلو سره تهران د خبرو میز ته کینوی خو واشنګټن دایران دملت او دحکومت له سخت مقاومت سره مخ شوی دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي