برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د صهیونیسټ رژیم په زندان کښې له څلویښتو(۴۰) کلونو تیریدو وروسته یو فلسطینی زندانی ازاد شو

آریانانیوز: کریم یونس له ډیرو خنډونو سره سره بالاخره له څلویښتو کلونو وروسته دصهیونیسټ رژیم له زندانونو ازاد شو.


خبري سرچینو اعلان وکړ چې د فلسطیني اسیر کریم یونس له څلویښتو کلونو وروسته د صهیونیسټي نیواکګر رژیم له زندانونو ازاد شو.

د الجزیرې د راپور له مخې، کریم یونس د صهیونیسټي رژیم له زندانونو څخه له خلاصون وروسته وویل، د فلسطیني بندیانو د ځپلو او ځورولو لپاره د دغه رژیم له ټولو هڅو سره سره، دوی لا هم ثبات لري او له دغه رژیم سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

کریم یونس، چې پلار یې او بیا یې مور مړه شوه په داسې حال کې چې هغه په زندان کې و او د خدای پامانۍ اجازه یې ورنکړل شوه، وویل: ما تل خپل قوت له مور او پلار څخه اخیستی دی.

هغه همداراز وویل: د بندیانو پیغام د ټولو خلکو لپاره د مینې او مننې پیغام دی، زموږ هغه خلک چې په لویدیځه غاړه، غزه او بیت المقدس کې د سولې د حد اکثر کولو مستحق دي او دوهم پیغام دا دی: د اتحاد او اتفاق غوښتنه
له دې مخکې د فلسطین د بندیانو د چارو د ادارې وکیل غیث قاسم هم د صهیونیسټ رژیم د هلو ځلو په اړه د فلسطیني زنداني کریم یونس د خوشي کیدا د جشنونو د ګډوډولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.

غیث قاسم ویلی و: د صهیونیسټي رژیم جاسوسي سازمان غوښتنه کړې چې د کریم یونس د هرکلي لپاره دې هیڅ ډول مراسم ترسره نه شي.

۶۶ کلن کریم یونس د «هداریم» له زندان څخه تر ۴۰ کلونو وروسته له بند څخه د خلاصون په درشل کې د خپل یوه لیک په ترڅ کې خپل احساسات څرګند کړي وو او فلسطیني بندیانو ته یې الوداع ویلي وو.

هغه د فلسطیني بندیانو د مبارزو قدرداني کړې وه او له ټولو هغو کسانو څخه یې مننه کړې وه چې د فلسطین د مسئلې ملاتړ کوي.

د ۱۹۸۳ کال د جنورۍ په شپږمه نيټه اشغالګرو ځواکونو هغه چې په بن ګوريون پوهنتون کې يې زده کړې کولې او ۲۳ کاله عمر يې درلود د ارا په کلي کې يې پر کور له چاپې وروسته ونيول.

په لومړي سر کې، د هغه کورنۍ نه پوهیدله چې هغه چیرته توقیف شوی و او په اشغالي زندانونو کې یې د میاشتو لپاره لټون کاوه، تر هغه چې وکیل یې په عسقلان زندان کې وموندل.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي