برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د صهیونیسټي جاسوسانو سره د مالیزیا د امنیتي مامورینو تقابل

آریانانیوز: د مالیزیا امنیتي او استخباراتي ځواکونو د موساد د اجنټانو لخوا تښتول شوی فلسطیني فعال خوشې کړ.


د مالیزیا امنیتي او استخباراتي مامورینو له غزې څخه یو فلسطینی خوشې کړی چې د سپتمبر په میاشت کې د اسرایلي استخباراتي ادارې موساد لخوا د دې هیواد په پلازمینه کوالالمپور کې تښتول شوی و.

د الجزیرې د خبر له مخې باخبرو سرچینو اعلان وکړ: له غزې څخه د یوه فلسطیني فعال د تښتونې عملیات د تیر سپټمبر په میاشت کې ترسره شول او د موساد مامورینو د ځینو مالیزیايي اجنټانو په همکارۍ هغه وتښتاوه.

دغو سرچینو زیاته کړه: د مالیزیا استخباراتو د تښتونکو د پټنځای په پیژندلو سره هغوی ونیول او دغه فلسطینی فعال یې آزاد کړ.

د دغو سرچینو په وینا، موساد له تل ابیب څخه په انلاین توګه له دغه فلسطیني فعال څخه د عزالدین قسام له لوا (د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس نظامي څانګه) سره د تړاو په اړه پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي