برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صهيونېسټ رژيم په متواتره توګه په مينځني ختيځ سيمه کښې د جنګ اور بلونه په اړه اردوغان نيوکه

د یورپوټ له مخې رجب طيب اردوغان برطانيې ته د سفر په درشل کښې له بي بي سي چېنل سره په مرکه کښې د سوريې په خاوره باندې د اسرائيلي رژيم په وروستيو حملو باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ، اسرائيل په متواتره توګه په مينځني ختيځ سيمه کښې د جنګ اور بلونه او وحشت خپرونه کوي.


اردوغان په دې اړه چې د سوريې له خاورې څخه د دمشق په اويا کيلوميټرۍ کښې د جولان په نيواکي غونډيو د ايراني توغنديو حمله شوې ده د اسرائيلو د ادعا په ردولو سره واضحه کړه چې دمشق په دې وروستيو ورځو کښې په ځلونو اعلان کړے چې په جولان باندې ويشتل شوي توغندي په قنيطره سيمه باندې د اسرائيلو حملو ته د سوريې د فوځ ځواب ؤ.
د سوريې فوځ د تېر زيارت په ورځ د مۍ په لسمه نېټه په سوريې کښې د قنيطره سيمې لوري ته د صهيونېسټانو د توغنديو له توغولو وروسته د جولان په غونډيو باندې په لسګونو توغندي وويشت
د ترکيې ولسمشر همدارنګ د ايران له اېټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو د عواقبو په اړه د خبرداري په ورکولو سره وويل:د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام به په راتلونکو ورځو کښې د مشکلاتو د رامنځته کېدو سبب شي.
اردوغان له جنګ نه د محفوظو سيمو د رامنځته کولو لپره د آستانې د خبرو اترو د موافقې په چوکاټ کښې په سوريې کښې د ترکيې د فوځ موجودګۍ ته په اشارې سره زياته کړه، انقره، تهران او ماسکو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په چوکاټ کښې په سوريې کښې تر اوسه لس فوځي څارونکې اډې جوړې کړې دي او دوه نوې اډې به هم زر جوړې کړې شي.

شریک یي کړئ!