برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د سي آی ای مشر د امريکا د بهرنيو چارو وزير ټاکل شوی

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د امريکا د استخباراتو (سي آی ای) مشر يې د بهرنيو چارو وزير په توګه ټاکلی دی.
ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه، د بهرنيو چارو له وزير ريکس ټيلرسن څخه د کړو خدمتونو مننه کړې او ويلي يې دي چې د هغه پر ځای به مايک پامپيو غوره کار وکړي.
دغه راز ټرمپ، ميرمن جينا هاسپل د امريکا د مرکزي استخباراتو د مشرې په توګه ټاکلې ده.
د ټرمپ په خبره جينا هاسپل به لومړنۍ ښځينه وي چې د سي آی د مشرې په توګه به دنده کوي.
تر اوسه د ټيلرسن د لرې کولو او د نويو تبديلو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو پاليسو په اړه د دغې هېواد شنونکو او سياستوالو نيوکې لرلې.
په دغې دندو د پاتې کېدلو لپاره بايد د بهرنيو چارو نوی وزير او د سي آی ای نوې مشره د امريکا له کانګرس څخه د باور رايې واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي