برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سوریې ملي اردو په ادلب ولایت کې د ترهګرو پر پوستو هوايي بریدونه وکړ

آریانانیوز: د سوریې جنګي الوتکو په شمال لویدیز ولایت ادلب کې د نهو ترهګرو پټنځایونه بمبار او له منځه وړي دي...


د سوریې سرچینو وویل چې د ملي اردو الوتکو له ډیرې مودې وروسته د ادلب په شمال لویدیځ ولایت کې د تروریستي پوستو بمبار وکړ چې له امله یې نهه تروریستي اډې او د هغوی د وسلو او مهماتو ډیپو ویجاړ شوې.

پداسې حال کې چې روسی الوتکو تیره اونۍ په څو مرحلو کې د تحریر الشام (پخوانۍ جبهه النصره) ترهګرو پوستې بمباري کړې ، پدې اونۍ کې د سوریې جنګی الوتکو د مارب ښار شاوخوا جبهه النصره پورې اړوند د حراس الدین ډلې عناصرو پوستې بمبارې کړې.

په ورته وخت کې د سوریې د اردو جنګي الوتکو د ادلب په لودیځ کې د عرب سعید سیمه په نښه کړې او یو شمیر ترهګر او د دوی قوماندانان یې وژلي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي