برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سعودي د ملي دفاع وزارت کې فساد؛ پاچا سلمان یو شمیر چارواکي له دندې ګوښه کړل

آریانانیوز: د سعودي عربستان پاچا سلمان د اداري فساد په تور د ملي دفاع وزارت یوشمېر چارواکي له دندې ګوښه کړل...


د العربیه تلویزیون په وینا ، د سعودي پاچا سلمان د سعودي د ګډ ځواکونو قوماندان له دندې ګوښه او د تحقیقاتو امر یې وکړ.

په دې اساس ، جنرال مطلق الازیمع د سعودي د ګډو ځواکونو نوی قوماندان وټاکل شو. د سعودي عربستان الاخباریا تلویزیون هم راپور ورکړی چې د سعودي پاچا یو فرمان صادر کړی چې شهزاده عبدالعزیز بن فهد بن ترکي د امیر جوف مرستیال له دندې ګوښه کړي او د هغه قضیه یوه تحقیق کونکي ته راجع کوي.

ویل کیږي چې دغه کسان د ملي دفاع په وزارت کې په فساد تورن شوي وو. د سعودي ګډ ځواکونو د ګډ قوماندان سربیره ، د وزارت یو شمیر افسران او کارمندان هم د پوښتنو لپاره راجع شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي