برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ستنېدو لاريون د خپلو ارمانونو په ساتنه کښې د فلسطين د ملت په حق تاکيد لري

د العالم د رپوټ له مخې اسماعيل هنيه د شهيد خبريال ياسر مرتجي د جنازې په مراسمو کښې وويل: دغه شهيد ځان قربان کړ چې د حق پېغام او فلسطين د محاصر کړې شوي ملت انځور دنيا ورسوي.



دېرش کلن فلسطيني خبريال ياسر مرتجي پرون له ماسپښينه وروسته په داسې حال کښې د ستنېدو لاريون ته يې کورېج ورکوۀ او د PRESS) ) په نامه د خبريالۍ جاکټ يې اغوستے ؤ د صهيونېسټ رژيم د ټوپکمارو په ډزو ولګېدو او شهيد شو.
اسماعيل هنيه زياته کړه، ياسر د داسې دښمن د رسوا کولو کوشش وکړ چې په قتل عام يې لاس پورې کړے دے دې لپاره چې د فلسطيني ملت په زړه کښې ويره او ترهه رامنځته کړي.
په همدې حال کښې په دې وروستيو اتو ورځ، کښې يو دېرش فلسطينيان شهيدان او تقريباً درې زره نور ژوبل شول خو فلسطيني غورځنګونو اعلان وکړ چې دغه لاريون او مظاهرې به تر راتلونکو پينځو نورو هفتو پورې يعنې د صهيونېسټ جعلي رژيم د رامنځته کېدو تر اويايمې کليزې پورې دوام ومومي.
له فلسطين څخه د يو بل خبر له مخې د حماس د فوځي څانګې شهيد عزالدين قسام کنډکونو په يوې بيانيه کښې اعلان وکړ، سبا به د غزې په تړانګه کښې د پائيداري او مقاومت په شعار سره دفاعي فوځي مشقونه جوړ کړي.
په همدې حال کښې فلسطيني ځوانانو نن يو ځل بيا د غزې دتړانګې په پوله کښې مظاهرې وکړې. د غزې تړانګې ځاي سرچينو تاکيد وکړ چې يو شمېر فلسطيني ځوانان په دې کښې کامياب شول چې د غزې د تړانګې د ختيځ په صنعتي سيمه کښې د صهيونېسټي دښمن له امنيتي دېواله تېر شي او نيواکي زمکې ته داخل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي