برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ستنېدو د حق د لاريوپه دويمه جمعه کی د فلسطيني حماسي ځوانانو شتون

د غزې د تړانګې اوسېدونکو فلسطينيانو له نيواکي فلسطين سره د غزې په پوله کښې او د لويديځې غاړې فلسطينيانو د ستنېدو حق نومې لاريون په دوام کښې مظاهرې وکړې چې پکښې په زرګونو فلسطتينيانو ګډون وکړ او له صهيونېسټو فوځيانو سره ښکېل شول.


تېره جمعه هم د زمکې د ورځې د دوه څلوېښتمې کليزې په مناسبت  زرګونو فلسطينيانو د د ستنېدو د حق نومې سوله ايزو مظاهرو کښې له نيواکي زمکو سره د غزې د تړانګې د پوله ايزو حدودو لوري ته حرکت وکړ چې اسرائيلي فوځيانو پرې حمله وکړه. په دغه حمله کښې له شلو زيات فلسطينيان شهيدان شول.

په نننيو مظاهرو کښې هم چې صهيونېسټ رژيم پکښې د ګډون کونکو شمېر له پنځوسو زرو نه زيات اټکل کړے ؤ په جباليا او د غزې  په شمال کښې له صهيونېسټو فوځيانو سره د فلسطينيا د ښکېلېدو په په موقع د يو فلسطيني ځوان په سر د صهيونېسټو ځواکونو لخوا ډزې وشوې  چې د هغه د حالت او نورو مرګ ژوبلو په اړه څه رپوټ لا نه دے ترلاسه شوے.

د غزې په پوله کښې د فلسطينيانو په پرونيو مظاهرو کښې هم د صهيونېسټو ځواکونو په لاسو دوه فلسطينيان شهيدان او څوارلس نور ژوبل شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي