برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ستنېدو حق د ستر لاريون په نهمه جُمعه شپږ اتيا نور فلسطينيان ژوبل کیدل

د رپوټ له مخې د فلسطين د روغتيا وزارت وويل، د پرون جمعې د ورځې په زخميانو کښې يو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي. د فلسطيني روغتوني سرچينو وويل، په دغو زخميانو کښې د ځينو حالت سخت دے.


د د غزې په تړانګه کښې د زمکې د ورخې په مناسبت د تېر مارچ له دېرشمې نېټې څخه د ستنېدو د حق صلح ايز لاريونونه او مظاهرې هم هغه شان دوام لري.
د مارچ له دېرشمې نه تر اوسه پورې په دغو لاريونونو کښې له يوسل شلو نه زيات فلسطينيان د اسرائيلي ځواکونو په ډزو سره شهيدان او تقريباً ديارلس زره نور ژول شوي دي.
د روغتيا د وزارت د اعلان له مخې په شهيدانو کښې ديارلس ماشومان هم شامل دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت او ملګرو ملتو په شمول زياترو هېوادونو تر اوسه د صهيونېسټانو دغه جنايتونه غندلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي