برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د رایې اچوني مرکز ته څیرمه چاودني 31 تنه وژلي

آریانانیوز: د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه، مشرقي بائئ پاس سیمه کې د رایې اچوني یو مرکز ترڅنګ د امنیتي ځواکونو پر یو ګاډي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه 31 کسان وژل شوي او تر 50 زیات نور ژوبل دي.


دا برید په داسې حال کې شوی چې نن په ټول پاکستان کې د عمومي ټولټاکنو پروسه دوام لري، د ټاکنو تر پیلیدو وړاندي د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال هم ورته بریدونه او چاودني شوي چې د دریو کاندیدانو په ګډون یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده .
د کوټې د پولیسو مشر ډي آی جي عبدالرزاق چیمه رسنیو ته ویلي چاودنه نن د مشرقي بائی پاس، تعمیرنو کالج ته نژدي د رایې اچوني پرمرکز شوي چيري چې د امنیتي پولیسو موټر په نښه شوی، خو په وینا یې عامو خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کوټې ملکي روغتون (سیول هسپتال) کې ډاکټرانو ویلي چې د 28 کسانو مړي او 50 زخمیان روغتون ته و وړل شوي دي.
د ډاکټرانو په وینا په ټپیانو کې د لسو تنو حالت مرګونی ښودل شوی چې له امله یې ښایي د مړو شمیر زیات شي.
په وژل شویو کې د ملک عامر په نوم د یو پولیس افسر (ایس ایچ او) په ګډون پنځه پولیس هم شامل دي.
که څه هم د پیښې د څرنګوالی په اړه لا رسمي څه نه دي ویل شوي مګر عیني شاهدان وایي چې دا یو سرتیری برید وو. خو پولیس چارواکي وایي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي او ژر به یې د څرنګوالی په اړه مالومات په ډاګه شي .
د چاودنې پړه تر دې مهاله چا نه ده منلي، له دې وړاندې چې کله د ټولټاکنو د پاره د کمپائن په وخت کې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پر یوه انتخابي جلسه ځانمرګی برید شوی و؛ د هغه پړه داعش ډلي پرغاړه اخستې وه .
په یاد برید کې نژدې 158 کسان وژل شوي او څه باندي 200 نور ژوبل شوي وو.
د کوټې په کومه سیمه کې چې دا چاودنه رامنځ ته شوې هغه د ملي اسمبلۍ 266 او د ایالتی اسمبلۍ 31مه حلقه ده چې پکې د متحده مجلس عمل (د مذهبي ګوندونو اتحاد) د کاندید حافظ حسین احمد، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمال ترکي او د بلوچستان نیشنل ګوند د آغاحسن بلوچ ترمینځ سخته مقابله روانه ده.
وروستي راپورونه وایی چې په کوټه کې د نن سهار چاودني پړه داعش ډلي ومنله ، د پاکستان ډان نیوز چینل وایی چې داعش پرخپله رسمي پاڼه اعماق د یاد برید مسئولیت منلی او ویلي یې چې دا چاودنه دوی ترسره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي